اسلام آباد 12 ستمبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزیر شیخ رشید احمد وئيلي دي چې پاکستان ریلویز به د اېف ډبلیو او سره په ګډه د هېواد ښه خدمت وكړي، فرنټیئر ورکس آرګنائ??ېش?? د پاکستان ریلویز سره په بلډ آپریټ ټرانسفر ( بی او ټی) په بنیاد کار كولو كښې خوښې څركنده كړې۔ د دې خیالاتو څرګندون?? ده د شورو په ورځ د ډی جی اېف ډبلیو او میجر جنرل انعام حیدر ملک سره ملاقات كښې وكړه۔ وفاقی وزیر شیخ رشید احمد ووئيل مونږ ګوادر، کوئټې نوې سیکشن په سټینډرډ ګیج جوړول غواړو او کوئټې تفتان س??کشن په سټینډرډ ګیج كښې بدلول غواړو۔ کوئټې تفتان ریلوے ټریك سېلګرو لپاره د مزل يو محفوظ اساني و??۔ کراچۍ پېښور سیکشن به سټینډرډ ګیج كښې نوې الائنمنټ جوړولې شي، کالووال پنډوړہ ټریك الائنمنټ به هم سیدھا کولې شي چې د لارې به ئې د لاهور نه تر پينډۍ مزل دوه ساعته پاتې شي۔ شیخ رشید احمد ووئيل پاکستان ریلوے به قام چرې هم مایوس نه كړي