اسلام آباد 30 اګست (اے پي پي)د خارجه دفتر وياند ډاکټر محمد فېصل وئيلي دي د پاکستان او هند ترمېنځه اړيكو ښو كولو لپاره هڅې روانې دي٬ د پاك ا?? هند په ??ړيكو كښې مثبت پېشرفت سره به په ??ېل او سي او وركنګ باٶنډي امن راوستو له مرسته ترلاسه شي٬ د دوه اړخيزه تجارت بحالي او تر كرتار پولې پرانستلو لپاره هڅې روانې دي٬ د وزیر اعظم عمران خان او د امر??كې خارجه وزير ترمېنځه د ټېلي فوني تماس پحقله شخړه ختمول غواړٶ٬ مونږ له په ??ياسي توګه مخ په وړاندې تګ ته اړتيا ده٬ د امر??كې خارجه وزير به د شورو په ورځ پاكستان ته په ??ركاري دوره راځي٬ د ګستاخانه خاکو معامله د هالېنډ حكومت سره پورته كړې شوې او ھغوي مو د پاكستان حكومت او د اولس د تحفظاتو نه خبر كړي٬ معامله د او آئي سي او نورو نړيوالو فورمونو سره هم پورته كړې شوې ٬ ده ووئېل د خارجه چارو وزير شاہ محمود قرېشي به معامله د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ راتلونكې غونډه كښې پورته كوي٬ په ??ارجه پاليسو كښې به بدلون راوستلې شي ٬ په ??اص توګه وطن پرېښودونكو ته به خاص پاملرنه كولې شي۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خبريالانو د بېلا بېلو پوښتنو په ځواب كښې د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فېصل ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه پراخه خليج شته ٬ معاملې تر سره آسان نه دي خو د دې خليج كمولو په ??رض د دوه اړخيزه تجارت بحالۍ او تر كرتار پوله پرانستلو لپاره هڅې روانې دي۔ وياند ووئيل لاره سخته ضرور ده خو ناممكنه نه ده٬ د پاك ا?? هند په ??ړيكو كښې مثبت پېشرفت سره به په ??ېل او سي او وركنګ باٶنډي امن له مرسته ترلاسه شي۔ وياند د يوې پوښتنې په ځواب ووئيل د سارك خارجه وزيرانو غېر رسمي غونډه سږ كال كېدونكې ده٬ د پاك ا??ر??كې اړيكو پحقله وياند ووئيل وزیر اعظم عمران خان او د امر??كې خارجه وزير مائيك پومپيو ترمېنځه د ټېلي فوني تماس پحقله شخړه ختمول غواړٶ٬ مونږ له په ??ياسي توګه مخ په وړاندې تګ ته اړتيا ده