اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې ګوندونو پارلماني لارښودو نوي ټاكلي سپيكر اسد قېصر ل?? مباركي وركولو سره هيله څرګنده كړې چې نوې ټاكلې سپيكر به په غېر جانبدارۍ سره ايوان وچلوي٬ حكومت او مخالفې ډلې ته به يو برابر وخت وركړي٬ د جمهوريت استحكام لپاره به ټولو پارلماني ګوندونو له كردار ترسره كول وي۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د جي ډي اے د قامي اسمبلۍ غړي غوث بخش مهر سپیکر ته مباركي وركولو سره ووئيل كوم غړې چې ټاكلې كېږي د ھغه د مېنډېټ احترام پكار دے٬ څوك نظر انداز كول نه دې پكار۔ د جمهوري وطن ګوند شاہ زین بګټي سپیکر ل?? مباركي وركولو سره ووئيل نواب اکبر خان بګټي چې څنګه شهيد كړې شو م??نږ د ھغې باوجود د پاكستان په ضد كله خبره نه ده كړې ځكه چې دا زم??نږ وطن دے٬ ده ووئېل زم??نږ مرګ او ژوند د پاكستان سره دے٬ جنرال مشرف په م??نږ هر ډول تورونه ولګول خو په م??نږ د كرپشن هېڅ تور نشته او نه زم??نږ كورنۍ بهر هېواد كښې اثاثې لري٬ ده ووئېل بلوچستان كښې ګا?? نشته ٬اولس لرګي بلوي٬ تعليم او د صحت آسانۍ د نشت برابر دي۔ د بلوچستان نېشنل ګوند مشر اختر مېنګل هم سپیکر ل?? مباركي وركولو سره ووئيل سید خورشید شاہ په پارلماني او جمهوري ډول مقابله كړې او د نوي ټاكلي شوي سپيكر كاميابي ئې تسلم كړې٬ ده ووئېل زه په وړومبي ځل قامي اسمبلۍ ته راغلې يم ٬ م??نږ د بلوچستان اولس د حقونو غږ پورته كولو لپاره رالېږلې شوې يو۔ ده ووئيل م??نږ د ایوب خان، جنرال ضیاء او جنرال پروېز مشرف آمریت دورونو كښې د ظلمونو باوجود هڅې دوامدارې ساتلې۔ ده ووئيل م??نږ چې د بلوچستان كوم فریاد راوړې كه وانورېدلې شو او زم??نږ محرومۍ لرې نه كړې شوه نو دا غږ به دلته تاوېږي راتاوېږي۔ د اېم اېم اے مولانا عبدالواسع سپيكر ته مباركي وركولو سره ووئيل په ټاكنو كښې د ټګۍ او د اړي ګړي باوجود په ايوان كښې دننه روان عمل د جمهوريت حسن دے ٬ م??نږ جمهوريت لپاره قربانۍ وركړې ٬ ده ووئېل م??نږ به د جمهوري عمل تسلسل لپاره مرسته كوو۔ زم??نږ د قائد زوې مولانا اسد محمود د ھغوې په صورت كښې دلته موجود دې۔ د بلوچستان عوامی پارټۍ خالد مګسي سپيكر ته مباركي وركولو سره ووئيل م??نږ له به د خپل ذات نه پرته د اولس مسئلو هوارولو ته پام لرنه كول وي