اسلام آباد 10 اګست (اے پي پي)د پاكستان تحريك انصاف وياند فواد چوهدري د دې هيلې څرګندونه كړې چې د اګست په اتلسمه نېټه به د پي ټي آئي د حكومت جوړېدو عمل بشپړ شي٬ نوي ټاكلي شوي غړي به په 13م اګست پارلمان كښې سوګند پو??ته كوي او په دغه ورځ به د سپيكر او دوهم پسيكر ټاكنه كېږي۔ د تحريك انصاف چیئرمېن عمران خا?? به قامي اسمبلۍ څخه د وزيراعظم منتخب كېدو نه پس په 18م اګست په ايوان صدر كښې د خپلې چوكۍ سوګند پو??ته كوي۔ ده ووئيل د وفاقي كابينې پحقله تر اوسه كومه حتمي پريكړه نه ده شوې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل عمران خا?? به د منسټر انكيو رنګ روغن او ښكلا د روان كار په سوب په پنجاب هاٶس كښې قيام كوي۔ د تحریك انصاف لارښود فېصل جاوېد ووئيل عمران خا?? هند څخه پخوانو لوبغاړو سنېل ګواسكر٬ كپيل ديو او نوجوت سنګھ سدهو ته د سوګند پو??ته كولو دستوره كښې د ګډون كولو بلنه وركړې ده۔ ده ووئيل عمران خا?? د ټېسټ او ون ډے نړيوال لوبغاړو ته چې پكښې د هند لوبغاړي هم شامل دي د ګډون كولو بلنه وركړې بلكې خپله كپتانۍ كښې په كال 1992 كښې ورلډ كپ ګټونكو لوبغاړو چې پكښې جاوېد میانداد، وسیم اکرم، رمیز راجه، انضمام الحق، مشتاق احمد، معین خا?? او عاقب جاوید شامل دي هم رابللې دي۔ ده ووئيل د وخت د كمي په سوب د سوګند پو??ته كولو په دستوره كښې غېر ملكي شخصياتو ته بلنه ورنه كړې شوه۔ ده يو پوښتنې په ځواب ده ووئيل تحريك انصاف مشر ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره د نزدو اړيكو خوښي لري۔ ده ووئيل د پاكستان او هند ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو بهتري د ټولې منطقې په ګټه ده