اسلام آباد 24 جولائی (اے پی پی) نګران وزيراعظم جسټس(ر)ناصر الملك وئېلي دي ځايې او غېر ملكي سرم??يه كارۍ ته وده وركولو او په دې لاره كښې د پېښو ??نډ??نو لرې كولو لپاره د وفاقي او صوبائي حكومتونو٬غېر ملكي مېشنز او د اړوندو حلقو ترمينځه د مرستې زياتولو ضرورت دے۔ده دا خبرې د نهې په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې د سرم??يه كارۍ بورډ په اړه د بريفنګ مشري كولو په مهال وكړې۔په دې موقع د خزانې وزيره ډاكټر شمشاد اختر ٬د خزانې سېكتر عارف احمد خان٬د اېف بي آر مشره رخسانه ??اس??ين٬د سرم??يه كارۍ بورډ سېكتر محمد جهانزېب خان٬د وزيراعظم اېډېشنل سېكتر ډاكټر كاضم نياز او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔د سرم??يه كارۍ بورډ سېكتر محمد جهانزېب خان وزيراعظم د ادارې چارو كردار او د سرم??يه كارۍ ودې لپاره د اقداماتو څخه خبر كړو۔ده ووئي د ځينې معاملو حل لپاره هڅې روانې دي كومې چې په تير وخت كښې د سرم??يه كارۍ او كاروبار په وړاندې ??نډ??ن وو۔د سرم??يه كارۍ بورډ سېكتر وزيراعظم هېواد كښې كاروبار له آسانۍ پېدا كولو لپاره د شوو اقداماتو نه هم خبر كړو۔د سي پېك له مخې د خاص اقتصادي ځايونو د جوړولو د پرمختګ جاج هم واخستلې شو۔وزيراعظم په دې مهال د سرم??يه كارۍ بورډ د هڅو ستائنه وكړه۔ده ووئيل ځايې او غېر ملكي سرم??يه كارۍ ته وده وركولو او په دې لاره كښې د پېښو ??نډ??نو لرې كولو لپاره د وفاقي او صوبائي حكومتونو٬غېر ملكي مېشنز او د اړوندو حلقو ترمينځه د مرستې زياتولو ضرورت دے چې دغسې كاروباري ټولنې ته زياتې آسانې وركړې شي او په هېواد كښې د سرم??يه كارۍ په وړاندې ولاړ ??نډ??ن لرې كړی شي۔