اسلام آباد 05 مئي (اے پي پي) د احستاب قومي بيورو??نېب﴾ په سندھ كښې د نېب كېسونو د بندېدو په اړه خپور شوې خبر په سختې سره رد كړے او وئيلي ئې دي چې په سندھ كښې د نېب د كېسونو بندېدو خبر بې بنسټه د??٬ د نيم ريښتيا په بنياد خبر كښې د سندھ نېب د غوره كاركردګۍ سمه منظر كشي نه ده شوې۔ د خالي په ورځ د نېب لخوا جاري شوي په وضاحتي بيان كښې وئيلي شوي دي چې د سندھ نېب لخوا د سياس?? دانانو په ضد د كېسونو د بندېدو خبر درست نه دے۔ د قومي اسمبلۍ غړې فريال تالپور په اړه وئيلي شوي دي چې د هغې په ضد تورونه ثابت نه شول ا?? نېب كېسونه ختم كړل خو حقيق?? دا دے چې نېب د فريال تالپور په ضد كوم كېس نه دې جوړ كړے خو د هغې د خاوند په ضد د امن د ذريعو نه بغېر د اثاثو جوړولو په تورونو انكوائري په كال 2016م كښې د جنورې په 17مه نېټه پېل شوې وه چې پكښې د هغه د دولت ريكارډ واخستل شو او د هغه بيان هم ريكارډ كړے شو۔ په د?? انكوائرې كښې دا تورونه ثابت نه كړې شول ا?? اېګزېكټو بور د دسمبر په 21مه نېټه كال 2016م كښې دا كېس ختم كړو۔ د دې نه علاوه د سهېل مظفر ټپي په ضد د كېس د بندېدو خبر وركړے شوے۔ د هغه په ضد په انفرادي توګه كوم كېس نه و خو په كراچې كښې د زمكې د الاټمنټ په اړه كېس كښې په حكومتي چارواكو د اثر انداز كېدو تور و ځكه هغه د انكوائرې د عمل برخه جوړ شو او هغه ته هم نوټس جاري كړے شو۔ په خبر كښې د سهېل ا??ور سيال په ضد د كېس بندېدو هم وئيلي شوي دي۔ د دې نه علاوه د جام خان شورو په ضد د كېس بندېدو هم وئيلي شوي دي خو د دوي په ضد كوم كېس نه و پېل كړے شوے۔ دغسې د نورو كسانو ذكر هم په خبر كښې موجود دے۔ د نېب وياند له مخې د نېب د كاركردګې په اړه دا خبرونه بې بنسټه دي٬ حقيق?? دا دے چې د نېب كاركردګي قومي او نړيوالو ادارو ستائيلې ده۔ په نېب كښې د سزاګانو عمل 77 فيصده د?? او 290 اربه روپې نېب ريكور كولو سره په قومي خزانه كښې جمع كړې دي كومه چې د نېب لويه كاميابي ده۔ نېب ته په لويه شمېره د اولس لخوا راتلونكي شكايات په نېب د هغوي د باور څرګندونه ده۔