اسلام آباد 05 اپریل (اے پی پی)خارجه وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي د ترهه ګرۍ لعنت په ضد كاميابۍ مونږ ته د جمهوري پاكستان وژن او حقيقت رامخې ته كولو له مرستيالې ګرځي ٬ټول قام د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې يو موټې دے٬ترهه ګر زمونږ خپلواكي ختمول غواړي او كوم هم هېواد پ?? خپل سيمه ايز سالميت بريدونه ??ظرانداز كولې نشي۔زمونږ ځواكونو د خپل هېواد دفاع لپاره ګڼې قربانۍ وركړي او د هېواد په خاطر نورو قربانيو وركولو له هم چمتو دي۔د زيارت په ورځ درې ورځني د ترهه ګرۍ مخ نيوي نړيوال فورم اختتامي غونډې ته د خطاب كولو پھ مهال خارجه وزير ??وئ???? پاكستان د ترهه ګرۍ تر ټولو زيات ښكار هېواد دے٬ترهه ګر زمونږ خپلواكي ختمول غواړي٬كوم هم هېواد پ?? خپل سيمه ايز سالميت بريدونه ??ظرانداز كولې نشي۔ده ??وئ??ل قائداعظم محمد علي جناح پاكستان له جمهوري وژن وركړی٬د قائد وژن هېواد كښې دننه او بهر د امن او ورورورلۍ وژن ؤ۔هېواد د آئيني جمهوري اصولو پھ مستحكمو بنيادونو روان دے او د نړۍ ټولو هېوادونو پھ خاص توګه ګاونډيانو هېوادونو سره په ورورولۍ اډانه او امناكه اړيكې زمونږ د خارجه پالېسۍ مهمه ستن ده۔ خارجه وزير ووئېل زمونږ جمهوري وژن تعليم٬روغتيا٬ځوانانو له روزګار وركول٬اقليتونو ته تحفظ٬مذهبي همغږي٬سماجي او اقتصادي پرمختګ او په قامي پیداوار كښې زياتوالې دے۔ده ??وئ??ل زمونږ وژن پاكستان آسيائي طاقت جوړ كړی٬د پاكستان شمېره په ل??يو معيشتونو كښې اوس كېږي۔ده ??وئ??ل د ترهه ګرۍ په ضد د كامياب جنګ نه ??روستو حكومت بحالي او د نوې تعمير هلې ځلې په تندۍ سره روانې دي خو زمونږ په ګاونډي هېواد كښې د ترهه ګرو محفوظو استوګنو څخه پاكستان د عدم استحكام سره د مخ كولو له هڅه كېږي