اسلام آباد ۔ 13 فروری (اے پی پی) د ګلګت بلتستان او كشمير چارو وفاقي وزير چوھدری محمد برجېس طاھر د لو??ھر??ں ضمنی ټاكنو كښې د (ن) لیګی كانديد په كاميابۍ د لو??ھر???? او پاکستان اولس مننه كولو سره ووئيل يو وارې بيا د اولس پرېكړې ثابته كړې چې نواز شريف په زړونو كښې ژوند كوي او هم هغه د دې هېواد حقيقي لارښود ??ے چا سره چې د پاكستان روښانه سباؤن تړلې دے۔ د نهې په ورځ يو بيان كښې ده ووئيل د مخالفین?? بې انتها دولت هم د هغوي كانديد كاميابولو كښې ناكامه شوې او اولس د مخالفينو د ژړا او سازشونو سياست رد كړې۔ ده ووئيل د لو??ھر???? اولس د محمد نواز شريف د پرمختګ وژن اود پاكستان د آسيا ټ??ئي??ر جوړولو نظريې ته ووټ وركولو سره دا ثابته كړې چې اولس پرمختيائي منصوبو ٬ د لوډشېډنګ ختمېدو ٬ د توان نوې منصوبې پېل كېدو او د سي پېك په ډول مېګا منصوبې پايې ته رسېدو له د نون ليګ لارښود كامياب ليدل غواړي۔ ده ووئيل دا كاميابي د كال 2018ﺀ تر ټولو لويه كاميابي ده۔ نون ليګ د پي ټي آئي ګټلې چوكۍ يو ځل بيا ترلاسه كړې۔ ده ووئيل زه ټولو سياسي مخالفينو ته غږ كوم چې كه هغوي په اولس كښې كاميابي غواړي نو د تورونو او پروپېګنډو په ځائې دې د اولس خېر ښېګړې له كار وكړي