اسلام آباد 19 جنوري (اے پي پي) اولس مشر ??منون حسېن وئېلي دي چې پاكستان د روغتيا څانګې ته ډېر زيات اهميت وركوي٬د روغتيا بنيادي ډهانچې ښه والي او د اولس معياري طبي خدماتو لپاره هر ډول ګامونه پورته كولې شي۔ ده دا خبرې د رائل كالج آف فزېشنز برتانيې پلاوي سره په خبرو كښې وكړې كوم چې د جمعې په ورځ د صدر جين ډيكر په مشرۍ كښې په ايوان صدر كښې اولس مشر سره ملاقات وكړو۔په پلاوي كښې آئن بولك٬پروفيسر علي جواد٬ پروفيسر عامر غفور خان٬پروفيسر جاودې اكرم او سټيوكرمپ شامل وو۔ د روغتيا خذماتو وزارت او د ايوان صدر كاركوونكي هم پھ دې موقع موجود وو۔ اولس مشر د پاكستاني ډاكټرانو او رائل كالج آف فزېشنز شراكتداري ستائېلو سره ووئېل چې د شريكو هڅو د لارې د”فيوچرهاسپېټل پاكستان”پشان پروژې به د رنځورانو معالجې لپاره يو غوره مثال وي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې مونږ په ګډه عامې روغتيا ته رامخې ته شويو خطرو لرې كولو كښې د مرستې كردار ادا كولې شو۔ اولس مشر ??وئيل چې پاكستانې ډاكټرانو سره د مرستې لا ز??اتولو ضرورت دے۔ اولس مشر ??منون حسېن په پاكستان كښې د رنځورانو معالجې په اړه په كنفرنس جوړولو كښې د آر سي پي هڅې وستائلې۔ ده ووئيل چې دا هڅه به د مېډيكل تعليم معيار ښه كولو لپاره ??ټوره ثابته شي۔ اولس مشر د آر سي پي په پنځه سوه كلونو دستورو مباركي وركړه او په پاكستان كښې يې دې لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔