راجن پور۔ 22 فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د جمهوریت په نامه د خپلې غلا او بدعنوانۍ پټوونكي د كرپټ كسانو يونين او ډله ګرځولو سره دوئي چېلنج كړي دي چې دوئي كه هر څومره هم شو?? وكړي د يو يو به احتساب كوو۔ د انتقامي كارروايو غږ پورته كولې شي۔ كوم هم لوئې ډاكو چې نيولې ??ي نېلسن منډېلا جوړېږي۔ درې كاله وشو د لندن د محلاتو يو ثبوت ئې هم عدالت ته وړاندې نه كړې شو۔ سركاري روغتونونو كښې به اصلاحات كوو۔ دغلته به ??زي??اعظم څخه تر عام وګړي ټولو ته يو ډول طبي اسانۍ وركول باوري كولې شي۔ ټول پنجاب كښی به بې وزله كورنيو ته صحت انصاف كارډ وركوو۔ پاكستان چې كوم مقصد لپاره جوړ كړې شوې وو كه هغه پاكستان جوړ نه كړو نو ددې مقصد به ختم شي۔ د جمعې په ورځ د صحت كارډز اجراﺀ دستورې ته خطاب كښې ??زي??اعظم عمران خان ووئيل طاقتور او كمزري لپاره بېل بېل قانون دې۔ غريب په زندان كښې دې او طاقتور غل د 40 ٬ 40 ګاډو په پروټوكول كښې ګرځي۔ ده ووئيل ما يو كال سپريم كورټ ته خپله صفائي وركړه او 40 كاله پخواني كاغذونه او دستاوېزات مې جمع كړل۔ د لندن فلېټ د 34 او 40 كاله پخواني كاغذونه او دستاوېزات مې عدالت ته وړاندې كړل۔ ده ووئيل د مشرف په دور كښې زه 8 ورځې ډي جي خان زندان كښې ساتلې شوې ووم۔ ما دغلته وليدل چې زندان كښې يواځې بې وزله كسان وو۔ په اسمبلۍ كښې به مې طاقتور ډاكوان ليدل۔ ده ووئيل كله چې مونږ د نوي پاكستان خبره كوو نو مونږ په حقيقت كښې د قائداعظم او د علامه اقبال د پاكستان خبره كوو۔ ده ووئيل د مدينې رياست ټولو مسلمانانو لپاره يو ماډل دے ددې ماډل بنياد نبي كريم (ص) اېښودلې وو۔ او ددې په بنياد يو عظيم قوم تيار شو۔ ده ووئيل پاكستان د نړۍ يواځنې هېواد دې چې د اسلام په نامه جوړ شوې دې۔ ده وئيل قائداعظم تر 40 كلونو پاكستان جوړولو له هڅې وكړې۔ ده ووئيل مونږ دا هېواد د مدينې رياست په ډول جوړول غواړو۔ وزیراعظم ووئيل راجن پور هغه منطقه ده كومه چې وروستو پاتې شوې ده۔ مونږ دې ضلعې څخه د انصاف كارډ پېل كړې دې۔ ده ووئيل 2 لكه 13 زره كورنيو ته به صحت انصاف كارډز وركولې شي۔ دې سره به هرې كورنۍ سره 7 لكه 20 زره روپۍ درملنو له موجود وي۔ ده ووئيل ماته په دې خوشحالي شوې چې ډاكټر ياسمين او عثمان بزدار دا پرېكړه كړې ده چې دې ځائې څخه دا پروګرام پېل كړې شي۔ ده ووئيل زه او زما خوېندې په سركاري روغتونو كښې پېدا شوي دي۔ دغلته به غوره درملنې كېدې ولې نن د سركاري روغتونو څه حال دے۔ پېسه لرونكي سركاري روغتونونو ته تلو ته تيار نه دي۔ ده ووئيل پخواني ??زي??اعظم وئيلي يا مې زندان كښې وساتۍ او يا مې درملنو له برطانيې ته ولېږۍ۔ لس كاله اعلی ??زي?? پاتې كېدونكې هم چېك اپ له بهر تلل غواړي۔ د خزانې پخوانې ??زي?? هم درملنو له بهر تلې دې۔ ده ووئيل مونږ داسې پاكستان جوړول غواړو چرته چې سركاري روغتونونو دومره معياري وي چرته چې ??زي??اعظم څخه واخله تر عام وګړي ټول دغلته خپل علاج وكړې شي۔ ده ووئيل مونږ روغتونو كښې د اصلاحاتو كولو هدايت كړې۔ ده ووئيل د نبي كريم (ص) د حديث مفهوم دے چې داسې قومي تباه كېږي چرته چې طاقتور او غريب لپاره بېل بېل قانون وي۔ نن پاكستان هم دغسې صورتحال سره مخ دې۔ دې نه وړاندې ??زي??اعظم په مستحق كسانو ته د صحت كارډز وركولو سره راجن پور ضلع كښې ددې په باقاعده توګه پېل وكړو۔ دې نه وړاندې د پنجاب اعلی ??زي?? عثمان بزدار دستورې ته خطاب كښې ووئيل راجن پور ضلع يوه وروستو پاتې ضلع ده د كومې پوله چې صوبه بلوچستان او سندھ سره تړلې ده۔ او دا پنجاب لپاره د ګېټ وے حېثيت لري۔ ده د د يوې وروستو پاتې سيمې څخه د اعلی ??زي?? په جوړولو د ??زي??اعظم مننه وكړه۔ ده ووئيل د ??زي??اعظم په مشرۍ كښې به ددې سيمې وروستو والې ختم كړو۔ ده ووئيل راجن پور به مثالي ضلع جوړوو۔ ده ووئيل ټولو طبي مركزونو كښې آسانۍ وركولې شي او دا 24 ساعته كار كوي۔ ده ووئيل ټول پنجاب كښې به 72 لکھ كسان صحت کارډز څخه استفاده كوي۔ ده ووئيل کشمور څخه تر ډېره اسماعيل خان د انډس هائي وے د دوه اړخيزه كولو ??زي??اعظم ته په خاص توګه خواست كوم دې سره به ټوله سيمه ترقي وكړي۔ دستورې ته خارجه ??زي?? شاه محمود قرېشي هم خطاب وكړو۔ ده ووئيل د زمونږ خوش قسمتي ده چې ??زي??اعظم د صحت كارډ پېل راجن پور څخه كړې دې كومه چې د پنجاب تر ټولو وروستو پاتې سيمه ده۔ ده ووئيل صحت كارډ د تحريك انصاف د منشور برخه وه۔ دستورې ته د پنجاب صوبائي ??زي??ې ډاكټر ياسمين راشد هم خطاب وكړو۔ دې ووئيل د هېواد په 36 ضلعو كښې به 72 لکھ صحت کارډ وېشلې شي۔ دې سره به هغه درې نيم كروړه كسان كوم چې د بې وزلۍ لكيرې څخه لاندې ژوند كوي دې څخه استفاده وكړي۔ كوم غريب مزدوران چې په صحت كارډ خپل علاج كوي او د علاج په مهال مزدورۍ څخه محروم وي هغوي ته به معاوضه هم وركولې شي۔ دې ووئيل راجن پور كښې به د 200 بسترو روغتون جوړولې شي۔ دې دستوره كښې په ګډون كولو د ??زي??اعظم مننه وكړه۔ دستوره كښې د پنجاب اعلی ??زي?? سردار عثمان بزدار، خارجه ??زي?? شاہ محمود قرېشی، د پنجاب اسمبلۍ دوهم سپيكر ٬ د روغتيا ??زي?? عامر محمود کیانی، سردار نصراﷲ دریشک، دوست محمد، جعفر لغاری او د سيمې مشرانو او عامو وګړو ګډون وكړو۔