اسلام آباد 13 فروری (اے پی پی) د بهرنيو جارو وز??ر شاه محمود قرېشي وئېلي دي سعودي سره اړيكې په اقتصادي همكارۍ بدلول غواړو٬د سعودي ولي عهد لخوا د پاكستان دورې پھ مهال به 8 لوظ نامې لاس ليك كېږي٬د راتلوونكو دوو كلونو په مهال د سعودي لخوا د 7 نيم اربه ډالرو د سرمايه كارۍ هيله ده٬سعودي د تېل او ګاز٬كركيلې٬توان٬پیټرو كميكل٬خوراك٬پروسيسنګ او د كنسټركشن پشمول په ګڼ شمېر پروژو كښې د سرمايه كارۍ كولو خوښي لرلې ده ٬سعودي 30 كاله پس وزيراعظم له سټېټ وزټ وركړې٬لوظ نامې عملي كولو لپاره به كوآرډينېشن كونسل جوړوو چې مشري به يې د پاكستان لخوا وزيراعظم عمران خان او د سعودي لخوا ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان په خپ??ه كوي٬د ميونخ كنفرنس په موقع به د افغان اولس مشر اشرف غني پشمول د روسيې٬كاناډا او ازبكستان ??ار??ه وزيرانو او د امريكائي كانګرېس غړو سره ملاقاتونه كېږي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ ??ار??ه وزارت كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن٬د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد او د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف سره يوځاې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔??ار??ه وزير ووئيل ??له چې زمونږ حكومت راغلو نو سعودي سره اړيكې سړې وې خو د وزيراعظم عمران خان د پرله پسې دورو په نتيجه كښې سعودي سره په اړيكو كښې په زړه پورې بدلون راغلې٬د دې عملي څرګندونه به د فرورۍ په 16مه او 17مه نېټھ كېږي ٬ ده ووئېل سعودي د 30 كلونو نه پس وزيراعظم ته سټېټ وزټ وركړې٬سعودي سره زمونږ اړيكې بحال شوي ٬سعودي په هر سخت وخت كښې د پاكستان ملاتړ كړې۔ده ووئيل سعودي دريو كلونو لپاره په موخر ادائيګۍ تېل راكړي٬سعودي زمونږ ښه مرسته كړې٬درې اربه ډالره يې د بېلنس آف پيمنټ په مد كښې جمع كړي او بيا يې د ډيفرډ پيمنټ په مد كښې د 9.6 اربه ډالرو مرسته كړې۔??ار??ه وزير ووئيل د سعودي ولي عهد د دورې نه وړاندې خپ??ه يوه ډله دلته رالېږلې وه كومې چې هوم ورك كړې ؤ ٬دې ډلې د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد پشمول د خزانې او تجارت وزارت او نورو چارواكو سره ملاقاتونه شوي۔ ده ووئېل د دې هوم ورك په نتيجه كښې په 8 لوظ نامو د لاس ليك كېدو امكان دے ٬??ار??ه وزير ووئيل زه (نن)د ميونخ په كنفرنس كښې ګډون كولو لپاره المان ته روان يم٬هلته به افغان اولس مشر اشرف غني٬د روسيې ??ار??ه وزير سرګئې لاروف نه علاوه د المان ازبكستان او كاناډا ??ار??ه وزيرانو سره ملاقاتونه كېږي۔دغسې په ميونخ كښې د امريكائي كانګريس غړو سره هم ملاقاتونه به كېږي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل استازي زلمي خليل زاد جې د پاكستان په اړه كوم مثبت ريماركس وركړې هغه مونږ لپاره د تمانيت وړ دې٬زمونږ اړيكې امريكې سره مخ په ښه كېدو دي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل اوسني حكومت په يو كال كښې چې كومه سرمايه كاري راوړې تېر حكومت په لسو كلونو كښې هم رانه وړلې شوه٬مونږ د كچكول نه ځان خلاصول غواړو۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل ??اكستان په يمن كښې ?? ګډون كولو هېڅ هڅه نه ده كړې۔ده ووئيل د اسلامي پوځي اتحاد كمانډر ان چيف جنرال(ر)راحيل شريف پرون تشريف راغلې ؤ او هغه د دې اتحاد جوړولو مقصد ښودلې او وئېلې يې دي چې دا د كومې ډلې يا هېواد په ضد نه دے ٬ ده ووئېل په اتحاد كښې د شاملو هېوادونو په خواست به ايكشن اخستلې كېږي٬په خپ??ه به نه شي كولې۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ??ار??ه وزير ووئيل د لبنان وزيراعظم سره چې كله د پاكستان وزيراعظم عمران خان ملاقات اوشو نو د خبرو په مهال د پاكستان وزيراعظم عمران خان ووئيل ??ه تېر وخت كښې په پاكستان كښې دوه اېن آر او شوي خو زمونږ تجربه ښه نه وه ځكه مونږ كومه داسې اېن آر او نه كوو۔ده ووئيل د سي پېك له مخې په درې خاص اقتصادي ځايونو كښې به د سعودي پشمول د كوم هم هېواد هركلې كولې شي٬مونږ غواړو چې ګوادر د تجارت يو مركز جوړ شي٬ د كشمير كنفرنس په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ??ار??ه وزير ووئيل د سېنېټ د ??ار??ه چارو قائمه كمېتۍ غړو مننه كوم چې په برتانيه كښې د كشمير په نړيوال كنفرنس كښې ئې ګډون وكړو۔هلته لارډ قربان چې كوم تاريخي قرارداد وړاندې كړو ټولو په اتفاق سره منظور كړو۔ شاه محمود قرېشي ووئېل د برتانيې په پارليمان كښې په وړومبي ځل د كشمير مسئله پورته كړې شوې ٬زمونږ چې كوم نظر ؤ د ټولو ګوندونو د پارليمان غړو چې مونږ سره تللې وو ټولو يې تائيد كړې۔د هند پروپېګنډا په بشپړه توګه ناكامه شوې۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير فواد چوهدري په كاميابه سفارتكارۍ ??ار??ه دفتر له مباركي وركړه او وې وئېل د پخواني وزيراعظم ذوالفقارعلي بهټو نه پس په وړومبي ځل د پاكستان او سعودي اړيكې دومره ښې شوې او پاكستان په مينځني ختيز كښې مهم كردار ترسره كوي٬ده ووئيل د سعودي ولي عهد د پاكستان دورې لپاره چمتو والې نيولې شوې او ټول پاكستان د سعودي د ولي عهد دورې ته سترګې په لار دے۔ده ووئيل سعودي عمر له د پاكستان مرسته كړې۔د تجارت صلاحكار په دې موقع ووئيل د راتلوونكو دوه كلونو په مهال د سعودي لخوا د 7 نيم اربه ډالرو د سرمايه كارۍ هيله ده۔دوهغوي په پنجاب كښې په آر اېن جي پلانټ٬سندھ او بلوچستان كښې د قابل تجديد توان او د آئل ريفائنري په جوړولو كښې خوښي لري٬هغوي به فزيبلټي سټډي كوي چې پكښې د 12 نه تر 15 مياشتې موده لګېدې شي۔ده ووئيل د ريفائنري څخه به اضافي پیداوار ايكسپورټ هم شي۔د دې نه علاوه سعودي د خوراك كركيلې٬معدنيات٬خذمات او د آئي ټي په څانګه كښې هم پھ دوو كلونو كښې د دوه اربه ډالرو سرمايه كارۍ كولو خوښي څرګنده كړې۔د سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن ووئيل د اېم او يوز لاس ليك كېدو نه پس به فزېبلټي سټډي پېل شي۔پاكستان سرمايه كارۍ لپاره آسان هېواد دے٬دلته ملكي او غېر ملكي سرمايه كارو ته هر ډول ممكنه آسانې وركولې شي۔ده ووئيل د اقتصادي ځايونو جوړولو له د زمكې په اخستو كار روان دې۔ده ووئيل سعودي د فوډ پراسېسنګ سره سره په كنسټركشن او خذماتو كښې هم خوښي لرلې ده ۔