اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د ا??لاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د ا??وظهبي ولي عهد د پاكستان دورې سره به د دواړو هېوادونو اړيكې لا قوي شي٬ شېخ محمد بن زېد النهيان پاكستان خپل دوهم كور ګڼي۔ د ا??وار په ورځ پي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې پاكستان او متحد?? عرب امارات يو بل سره غوره اړيكې لري او د ولي عهد دورې سره به دا اړيكې لا قوي شي۔ ده ووئيل چې ولي عهد شېخ محمد بن زېد النهيان وئيلي دي چې هغه پاكستان خپل دوهم كور ګڼي۔ وفاقي وزير ووئيل چې پاكستان او متحد?? عرب امارات په بېلا بېلو څانګو كښې اړيكې او يو بل سره مرسته لري۔ په هېواد كښې د آئل ريفائنري جوړولو په اړه خبرې په وروستي پړاؤ كښې دي۔