اسلام آباد 31 دسمبر (اے پي پي) وزیر اعظم عمران خان د دیامر ??ھاشا ډیم جوړولو په لړ كښې د سمندر پورې پاكستاني??نو جذبه د ډاډ وړ او د ستائنې جوګه ګرځولو سره وئيلي دي هېواد كښې د اوبو د پانګو حفاظت د وخت مهم ضرورت دے ٬ په بند فنډ چې د هېواد دننه او بهر څخه كوم غبرګون رامخې ته شوې د دې له مخې دا اميد پېدا شوې چې دا م??صوبې به د وخت نه وړاندې پېل كړې شي٬ ډېر زر به د مومند بند د بنياد تيګه كېږدم۔ ۔ وزيراعظم دا خبرې د ګل په ورځ دبئۍ سر?? د ??علق لرونكو د پاكستان تاجر??نو پلاوي سره كړې چا چې د ممتاز مسلم په مشرۍ كښې وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ د ملاقات په مهال سناتور فېصل جاوېد هم په دې موقع موجود ٶ۔ په پلاوي كښې امجد علی خان، ماجد بشیر او مصطفی قاسم شامل وو۔ وزیرِ اعظم ته سناتور فېصل جاوېد د ډېم فنډ رېزنګ ون يونټس په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ د پلاوي غړو دبئۍ كښې د سناتور فېصل جاويد لخوا په ډېم فنډ رېزنګ كښې 9 لكه 18 زره 510 ډالره ديامر ??هاشا بند فنډ لپاره عطيه كړې۔ وزیراعظم عمران خان د چیف جسټس آف پاکستان او وزیرِاعظم پاکستان دیامر ??ھاشا او مومند بندونو فنډ په لړ كښې د فنډرېزنګ په ون يونټ كښې د پلاوي د غړو او نورو سمندر پورې پاكستاني??نو لخوا د عطياتو او جذبې ستائنه كولو سره وئيلي دي د بندونو جوړولو په لړ كښې د پاكستاني??نو جذبه د ډاډ وړ او د ستائنې جوګه ده۔ پلاوي سره په خبرو كښې وزیراعظم ووئيل ٬ هېواد كښې د اوبو د پانګو حفاظت د وخت مهم ضرورت دے٬ په بند فنډ كښې چې د هېواد دننه او بهر څخه چې كوم غبرګون رامخې ته شوې د دې له مخې دا اميد پېدا شوې چې دا م??صوبې به د وخت نه وړاندې پېل كړې شي۔ د بندونو جوړولو پحقله په عملي اقداماتو خبره كولو سره وزيراعظم ووئيل ډېر زر به د مومند بند د بنياد تيګه كېږدم ۔ د يادونې وړ ده دا م??صوب?? د ??ېرو څو كالو راهسې ځڼډ سره ??خ وه۔ په دې موقع سناتور فېصل جاوېد وزیراعظم ت?? د ??ندونو فنډ لپاره په بېلا بېلو هېوادونو كښې د فنډ رېزنګ ون يونټس پحقله بريفنګ وركولو ووئيل تر اوسه په دبئۍ، برسلز، آسټریا، فرانس، ډنمارك، ناروے، یونان، سیټل، نیو جرسي، شکاګو، واشنګټن ډي سي او ایری زونا كښې فنډ رېزنګ لپاره ون يونټس شوي او په دې لړ كښې د بهرنيو پاكستاني??نو لخوا د فنډ رېزنګ ښه ډاډګيرنه كېږي۔ سناتور فېصل جاوېد ووئيل ډېر زره به په نورو هېوادونو كښې هم د فنډ رېزنګ ون يونټس كولې شي او نور عطيات ب?? د ??ندونو په فنډ كښې جمع كړې شي