سلام آباد 28 نومبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ دوهم سپ??كر قاسم خان سوري سره د پنجاب اسمبلۍ سپ??كر چوهدري پروېز الهي د شورو په ورځ پارليمنټ هاؤس كښې ليدلې دي۔د ملاقات په مهال د قامي اسمبلۍ دوهم سپ??كر قاسم خان سوري د مور بخښنې لپاره فاتحه خوانۍ سره د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔دواړو لارښود د موجوده حكومت په پالېسو د باور څرګندونې سره د هېواد د قانون سازو ادارو ترمينځه رابطو ته ودې وركولو ته سلا شول۔دوهم سپ??كر ووئيل د اولس مسئلو حل او هېواد ته رامخې ته په پې??و چېلنجونو قابو موندلو لپاره د جمهوري ادارو استحكام ضروري دې۔ده ووئيل د دې مقصد ترلاسه ??ولو لپاره به مونږ ټولو له په ګډه كار كول وي۔د دې څخه وړاندې د پنجاب اسمبلۍ سپ??كر د قامي اسمبلۍ دوهم سپ??كر سره د هغه د مور په مړينه غمرازي ښكاره كړه او د ارواښادې بخښنې او لوړو درجو لپاره فاتحه خواني وكړه۔ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي