اسلام آباد ۔ 31 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم ع??ران خ??ن سره د ایران خ??رجه وزير ډاکټر جواد ظریف د شورو په ورځ ليد??ي۔ د ايران خ??رجه وزير جواد ظريف د پاكستان په سركاري دوره دې ۔ د پاکستان دورہ كوٶنكي د ايران خ??رجه وزير وزیراعظم ع??ران خ??ن ته د ايران اولس مش?? حسن روحاني لخوا په ذاتي توګه د منصب په سنبهالولو د مباركۍ پېغام ورورسولو او وئې وئيل چې ايران د دواړو هېوادونو ترمېنځه شريكو اړيكو او مرستې ته د لا پراختيا وركولو عزم لري۔ د ایران د اولس مش?? حسن روحاني په پېغام د غبرګون څرګندونه كولو سره وزیراعظم ع??ران خ??ن ايران سره د سياسي او اقتصادي رابطو لا مستحكم كولو د خواهش څرګندونه وكړه ۔ وزیراعظم ووئيل ټولو ګاٶنډيانو سره اړيكې ښه كول زمونږ د حكومت د خارجه پاليسۍ مهمه برخه ده ۔ په دې موقع د پاك ايران دوه اړخيزه اړيكو سره سره د شريكې خوښې په چارو او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ وزیراعظم د اسلامي هېوادونو ترمېنځه په شخړو او د اتحاد په نشتوالي د خپل تشويش څرګندونه وكړه او په دې لړ كښې ئې د يمن اولس ته د پېښو بشري حقونو د مسئلو ذكر وكړو۔ وزيراعظم د يمن د شخړې هواري لپاره په ذاتي توګه د ثالثۍ كردار لوبولو وړاندېز كولو سره ووئيل چې كه ټولې اړوند ډلې په دې سلا وي نو پاكستان د شخړې خاتمې لپاره د ثالثۍ كردار ترسره كولې شي۔ وزیراعظم ع??ران خ??ن د ایران قیادت او اولس لپاره د نېكو هېلو څرګندونه وكړه