اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د مسلم ليګ(ن)په دور كښې د نړۍ د ټولو نه په ګران بيعه د برې??نا جوړولو پلانټونه لګولې شوي چې ورسره د برې??نا يو يونټ پېداواري بيعه 15 روپۍ 53 پېسو ته رسېدلې٬په ګرځينده قرض كښې هره مياشت د 34 نه تر 36 اربه روپو زياتوالې كېږي٬د شهباز شريف د قائداعظم سولر پلانټ برې??نا په 17 روپۍ يو يونټ پريوځي٬دا بيعه د نړۍ په يو هېواد كښې هم نشته٬د نېپرا د وړاندېزونو باوجود هم د برې??نا بيعه نه زياتولو ب??ج اوسني حكومت ته پرېښودلې شوې٬د تېر حكومت په دور كښې د برې??نا د جوړو شوو پلانټونو د آډټ پريكړه شوې٬په دې معامله كښې د ككړو خلقو په ضد به سخته كاروائي كولې شي٬د مني لانډرنګ مخ نيوي لپاره فريم ورك جوړ كړی شوې٬راتلونكې ورځې او د پاكستان ??با??ن روښانه دے ٬په يو څو ورځو كښې به اولس لوي لوي زيري واوري٬يوازې نه يو٬د سعودي چين او د يو اے اي پشمول دوست هېوادونه پاكستان سره ولاړ دي٬په وړومبي ځل پاكستان د نړۍ ټولو هېوادونو سره د غوره اړيكو په لاره روان شوې۔ده د نهې په ورځ په پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ(پي آئي ډي)مېډيا سنټر كښې د برې??نا پېداواري لګښت او د نورو چارو په اړه بريفنګ وركولو په مهال ووئيل تېر حكومت دعوی كوله چې برې??نا ارزانه كړی شوې خو حقائق د دغې په ضد دي كوم چې بايد د اولس په علم كښې وي۔ده ووئيل د مسلم ليګ(ن)په حكومت كښې د برې??نا پېداو??ر لپاره تر ټولو ګران پلانټونه لګولې شوي ٬ ده ووئېل حكومت صارفينو له يو يونټ په 11 روپۍ 71 پېسې وركوي٬پھ يو يونټ حكومت سبسډي وركوله خو د تېرو دوو كلونو په مهال د لويو لويو دعوو باوجود د برې??نا ګران پلانټونه لګولې شوي٬د دغې نه پس د برې??نا د يو يونټ پېداواري قيمت 15 روپۍ 53 پېسو ته رسېدلې چې پكښې د صوبو د يو يونټ نېټ هائيډرل پرافټ 0.86 پېسې او 45 پېسې د بېرې??نا ويشونكو كمپنو د كلن انكريمنټ پھ مد كښې ادا كولې شي او د دې له امله حكومت ته په يو يونټ دوه روپۍ 63 پېسې زيان رسيږي ٬ وفاقې وزير ووئېل دا زيان په ژمي كښې هره ورځ يو ارب دوه كروړه او ګرمۍ كښې هره ورځ يو ارب 80 كروړه روپۍ دے ٬ دغسې په ګرځينده قرض كښې هر كال د 34 نه تر 36 اربه روپو اضافه كېږي