اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) د چین پاکستان اقتصادی لارې (سي پېك) پراجېكټ ډائرېكټر حسن داٶد بټ وئيلي دي د وزیراعظم راتلونكې مياشت د چين دورې په مهال د رشكئۍ او نورو اقتصادي زونز جوړولو ??ه لړ كښې د برېك تهرو امكان دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده “اے پي پي” سره خپلو خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د سي پېك له مخې په رشكئۍ اكنامك زون به ډېر زر كار پېل شي٬ فېز ون كښې به زر او په فېز ټو كښې به څ??ور زره جريبه زمكه اخستلې شي۔ ده ووئيل ??نص??بې سره پاكستان كښې د روزګار موقعې ز??ات?? شوې ۔ حسن داٶد بټ ووئيل د چين يو پټۍ يوه ستره لاره اقدام په 6 لارو كښې دا يوه مهمه اقتصادي لاره ده٬ د سي پېك له مخې چي?? په پاكستان كښې د 56 اربه ډالرو نه زياته سرمايه كاري وي۔ ده ووئيل چي?? په 34 اربه ډالرو سرمايه كاري كښې د پاكستان د توا?? په ??نص??بو خرڅ كوي چې پكښې زياتره ??نص??بې بشپړېدو ته نزدې دي۔ د رشكئۍ اقتصادي زو?? په سيمه ايز او جغرافيائي اهميت رڼا اچولو سره ده ووئيل دې صنعتي زون څخه هوائي مېدان او ډرائي پورټ په 65 كلوميټره دي ٬ دغسې رېلوے سټېش?? په 25 كلوميټره ٬ سټي سنټر په 15 كلوميټره ٬ هائي وے په 5 او موټروے بيخي مخامخ ده ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل دلته د صنعتي زون جوړولو تجويز صوبائي واكمنو لخوا وركړې شوې ٶ چې پكښې وفاقي حكومت هېڅ لاس وهنه نه ده كړې ۔ د سي پېك ډائرېكټر ووئيل د سي پېك دوېم پړاٶ له مخې به پاكستان كښې د چي?? په مرسته صنعتي انقلاب راشي او په دې پړاٶ كښې به د هېواد په څلورو واړو صوبو٬ ګلګت بلتستان ٬ فاټا او آزاد كشمير كښې په مجموعي توګه 9 اقتصادي زونز جوړولې شي۔