لاهور 07 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د اتوار په ورځ لاهور كښې د پنجاب صوبائی کابینې سره ملاقات کړې دې۔ وزیراعظم د پنجاب کابینه بلدیاتی نظام نافذ كولو او په هاؤسنګ پروګرام اعتماد كښې واخسته۔په دې مهال وزیراعظم د کابینې غړو ته په ??پل خطاب کښې ووئيل د پی ټی آئی حکومت به پخواني بلدیاتی نظام كښې موجود خرابۍ لرې كولو سره نوې نظام راولي ، د بلدیاتی نظام مقصد اولسې خېر ښېګړه ده دغسې چې ځا??ې وګړو سره په لاندې كچه اقتدار وي۔ ده ووئيل دې نظام سره به پرمختيائي پروژې په وخت بشپړې شي، ده ووئيل دې نظام په اړه دې په وخت قانون سازي وكړې شي ٬بلدیاتی نظام كښې به مالی بې قاعدګۍ په وخت چیك كېږي۔ ده د پنجاب كابينې ته سپارښتنه وكړه چې ضمنی ټاكنې تحریك انصاف له زيات اهمیت لري په دې كښې کامیابۍ له دې بشپړه اولسي كمپائن وچلولې شي۔ ??زیراعظم ووئيل د نظام ښه والې له به سختې پريكړې كول وي۔ ??زیراعظم په دې موقع کابینې ته سپارښتنه وكړه چې د تجاوزات په ضد كمپائن كښې دې كوم غریب وګړې له بې ځا??ه زحمت ورنه كړې شي۔ ??بضه كونكو په ضد به عمليات روان ساتلې شي?? وفاقی حکومت به په دې لړ كښې هر ډول مرسته كوي۔ ??زیراعظم ووئيل تاسو ټو??و له به د اولس خذمت له هلې ځلې كول وي۔ ??زیراعظم صوبائی حکومت ته ووئيل هېواد كښې د ګیر کلین اینډ ګرین پاکستان كمپائن كښې د وفاقی حکومت مرسته وكړي۔ ده ووئيل د سرکاری ودانۍ او زمكې دې په ښھ ډول وكارولې شي۔ ده سپارښتنه وكړه چې د 100 ورځو پلان كښې دې ټو?? اهداف په وخت بشپړ كړې شي۔