مري ﴿ګهوړا ګلي﴾ 14 جولائي (اے پي پي) د اطلاعاتو٬ خپرونو٬ قومي تاريخ او ادبي ورثه وفاقي وزير بېرسټ?? سيد علي ظفر ??ئي??ي دي چې د پېښور٬ بنو او مستونګ پېښو قوم غمجن كړے٬ د ترهګرې د اوسنيو پېښو چې څومره غندنه وشي كمه ده٬ د ترهګرو مقصد ټاكنې ځنډول دي٬ دوي به په خپلو مقاصدو كښې كاميابې ته پرې نه ښودل شي٬ ټولټاكنې به په خپل ټاكل شوي وخت كېږي٬ دښمن نه غواړي چې په هېواد كښې جمهوريت وي٬ ټولې امنيتي اېجنسې او اړوند ادارې دې په ګډه د دوي مقابله وكړي٬ په ټولنه كښې د ناارامې كېفيت پېدا كولې شي٬ ټول قوم د هېواد دښمن عناصرو ناپاك عزائمو ته ماتې وركولو لپاره پوخ عزم لري۔ ده دا خبرې د خالي په ورځ په لارنس كالج ګهوړا ګلې كښې د نېشنل بك فاؤنډېشن او د لارنس كالج په شركت سره د كتابونو د درې ورځنې مېلې د پرانستې دستورې ته د خاص مېلمه په توګه د وېنا كولو او خبريالانو سره د خبرو په مهال وكړې۔ ده و??ئي?? چې په پېښو٬ بنو او مستونګ كښې د ترهګرې د پېښو غندنې لپاره الفاظ نشته۔ په دستوره كښې د ترهګرې په پېښو كښې شهيد شويو لپاره د يوې دقيقې خاموشي هم اختيار كړې شوه۔ وفاقي وزير و??ئي?? چې د ترهګرو مقصد ټاكنې ځنډول دي٬ دوي به په خپلو مقاصدو كښې كاميابې ته پرې نه ښودل شي٬ ټولټاكنې به په خپل ټاكل شوي وخت كېږي٬ دښمن نه غواړي چې په هېواد كښې جمهوريت وي۔ ده و??ئي?? چې ضرورت دے چې وفاقي او صوبائي حكومت??نه?? قانون نافذ كوونكې ادارې او رياستي ادارې په ګډه د ترهګرې مقابله وكړي لكه څنګه چې پوره قوم او د پاكستان پوځ د ترهګرې په ضد جنګ په عملي توګه ګټلې دے اوس به ئې هم عزائم ناكام كړي۔ ده و??ئي?? چې كوم سياسي قوتونه په دې وخت كښې د ترهګرو په هدف دي٬ بايد دوي د اخلاقو په ضابطه عمل وكړي٬ د اخلاقو په ضابطه كښې د معلوماتو د تبادلې طريقه كار وضع كړے شوے٬ په دې بايد عمل وشي او د اولسي غونډې او انتظاماتو اطلاع دې وكړي او غونډې لپاره دې د پوليسو څخه اجازه ترلاسه كړې شي چې دغسې د كومې ناوړه پېښه څخه بچ شو۔ دستورې ته د وېنا كولو په مهال سيد علي ظفر د اېنې كونيډلين د قول حواله وركړه په كوم كښې چې ده ??ئي??ي دي چې ما په كتابونو كښې نه يوازې د نورې نرۍ بلكې د خپلې نړۍ سفر كړے۔ ده و??ئي?? چې كتابونه زده كوونكو لپاره ښه ذريعه ده او علامه محمد اقبال هم د من سفري په اهميت ټينګار كړے۔ ده و??ئي?? چې دې كالج ډېر نامتو شخصيات پېدا كړي دي۔ وروستو مېډيا سره په خبرو كښې ده و??ئي?? چې نواز شريف او د هغه لور مريم نواز ګرفتارې وركولو لپاره راغلي وو او نېب هغه نيولي دي او دا ټوله كارروائي د معمول له مخې شوې۔ ده و??ئي?? چې نواز شريف ته خواستونه دائر كولو او وكيل كولو لپاره ټولې اسانيې وركولې شي۔ ده و??ئي?? چې نواز شريف ته به د پنجاب حكومت د زندان مېنوئل له مخې په زندان كښې اسانيې وركولې شي٬ نه به د دې نه كمې وي او نه زياتې۔