اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د ټاكنو كميسون د كال 2018م په ټولټاكنو كښې خدمات ترسره كوونكو امنيتي چارواكو لپاره ضابطه اخلاق جاري كړه۔ د ټاكنو د كميسون لخوا جاري شوې ضابطه اخلاق له مخې امنيتي اهلكار به ?? پولنګ سټېشنو دننه او بهر په ځائ كولې شي٬ دوي به ?? كوم ووټر څخه پرچي يا د هغه شناخت نه طلب كوي٬ كوم انتخابي مواد به ??پل ځان سره نه شي ساتلې٬ امنيتي اهلكار به ?? انتخابي عملې په كوم كار كښې مداخله نه شي كولې شي٬ امنيتي چارواكي به كوم كانديد٬ الېكشن اېجنټ٬ پولنګ اېجنټ٬ مبصر يا د مېډيا استازو سره بحث و مباحثه نه كوي٬ امنيتي اهلكار به ?? انتخابي عمل په مهال په عمومي توګه او د پولنګ په عمل ك??ې په خاص توګه غېر جانبدار وي۔ د بېلټ پېپرز ?? چاپ كېدو په مهال به پرنټنګ پرېسز ته امنيت وركولې شي٬ د بېلټ پېپرز د ترسيل په مهال به ??منيت وركول وي۔ د ډسټركټ ريټرننګ افسرانو د دفترو څخه انتخابي مواد پريذائيډنګ افسرانو ته د رسولو په مهال امنيت وركول به ?? دوي ذمه واري وي۔ امنيتي اهلكار به ?? كوم ګوند يا كانديد په حق كښې كار نه كوي٬ِ د شمېرنې په عمل ك??ې به كوم ډول مداخله نه كوي٬ِ كوم ووټر به پولنګ سټېشن ته د ننوتلو څخه نه منع كوي٬ اېكريډېشن لرونكي مبصرين او د مېډيا استازي به پولنګ سټېشن ته د ننوتلو څخه نه منع كوي۔ د مېډيا استازو ته به كېمرو سره د ننوتلو اجازه وي۔ امنيتي چارواكو به ?? پريذائيډنګ آفسير مرسته كوي۔ هغوي به ?? ووټر چېنكنګ كولې شي۔ په پولنګ سټېشن كښې دننه به څوك نه نيسي تر څو چې پريذائيډنګ آفيسر د داسې كولو هدايت نه وي كړے۔