اسلام آباد ۔ 15 جنوری (اے پی پی) دپاكستان مؤسس محمد علي جناح او د تحريك پاكستان په اړه مستند تاريخي دستاوېزات لرونكې كت??ب د ’’مصالحت اور جدوجهد آزادی‘‘ په سرخط شائع شوې۔ په اردو ژبه كښې ترجمې سره دا ځانګړې كت??ب د قائد اعظم اكېډمۍ په مرسته خپور شوے۔ د قائد اعظم پېپرز په نامه د پاكستان جوړېدو د ځانګړي تحريك په حقله د ليكلو لړۍ څو كلونو څخه روانه ده چې ترمخه ئې تر دې دمه 18 جل??ون?? په انګلېسۍ ژبه كښې چاپ شوي۔ دا خبره د وزيراعظم د قامي تاريخ او ادبي ورثې صلاحكار عرفان صديقي د ګل په ورځ خبريالانو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د قائد اعظم محمد علي جناح ژوند ٬ سياسي سفر ٬ د تحرك پاكستان بېل پړاؤنه او د نوموړو كسانو د تاريخي كردار قيصۍ د مستندو دستاوېزاتو سره د علمي څېړنې د لارې خوندي كولې شي۔ یکم جنوری1940ء څخه تر 30 ستمبر1948ء د تحريك پاكستان په حقله درې جل??ون?? تر دې دمه جمع كړې شوي۔ عرفان صدیقی ووئيل د 11 جل??ون?? په اردو ژبه كښې ژباړنه هم شوې۔ دې سره سره د اردو ترجمې سره 8 جل??ون?? په كتابي شكل كښې هم چاپ شوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب عرفان صديقي ووئيل په انګلېسي ژبه كښې 19م جل??ون?? به دی جرنی ٹو پاکستان‘ (The Journey to Pakistan) او 20 جلد’’اسیسی نیشن اټیمپټ آن جناح‘‘ (Assasination Attempt on Jinnah) په سرخط راروان كال چاپ شي۔ عرفان صديقي ووئيل د تحريك پاكستان او پاكستان مشاهيرو په اړه مستند تاريخي مواد جمع كول قامي فرض دي۔ ټول اولس او په خاص توګه زلمي كول ته د دې قيمتي ورثې رسنې له بشپړ ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل ارشادات قائد اعظم كت??ب د پښتو ترجمې سره په كتابي شكل كښې خپور شوې۔ دا ترجمه د پېښور پوهنتون خدائی بخښلي پروفېسر راج ولي شاه خټك كړې۔ د دې كتاب به نورو ژوبو كښې هم ترجمه كولې شي دغسې چې د قائد اعظم د زرينو خبرو څخه ټول قام زده كړه وكړي۔