اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي)د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير رانا تنوير حسېن سره په پاكستان كښې د چي?? سفير هاؤ جنګ د زيارت په ورځ ملاقات وكړو په دې مهال ده وفاقي وزير ته پاكستان كښې د سائنس او ټېكنالوجي په څانګه كښې د څېړنې او د سائنسمدارو تګ راتګ باور وركړو۔ د ملاقات پ?? مهال د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي سېكتره ياسيمن مسعود٬د پاكستان كونسل آف سائنټيفك اينډ انډسټريل ريسر?? چيئرمېن ډاكټر شهزاد عالم د كام??يټ?? اي ډي ډاكټر اېس اېم جنيد او د پاكستان سائنس فاؤنډېش?? چيئرمېن ډاكټر محمد اشرف او د نورو ماتحت ادارو اعلٰی چارواكي موجود وو۔د چي?? سفير د پاكستان سائسنمدارو او ټېكنالوجيكل پوهانو لپاره د وظيفو او تربيې يو شمېر پروګرامونو وړاندېز وركړو۔ده د پاكستان حكومت د سائنس او ټېكنالوجي نوې پروګرامونو په تګلار كښې د خوښۍ څرګندونه وكړه۔ده ووئيل چي?? د پاكستان د سائنس او ټېكنالوجۍ وزارت سره د دوه اړخيزه پروګرامونو څخه متاثر شوې۔ملاقات كښې د دواړو هېوادونو په مشرۍ كښې د سائنس او ټېكنالوجي كمپلېكس سائنس سټي او د سائنس هاؤس په جوړولو كښې د مرستې زياتولو وړاندېز هم وركړې شو۔ملاقات كښې ګوادر كښې د يو غوره جوائنټ لېبارټرۍ پراجېكټ هم تجويز وركړے شو۔ د ملاقات په پايه كښې دواړو لارښودو دا پرېكړه وكړه چې د پاكستان او چي?? په ګډه يوه پټۍ يوه لار پیل كېدو سره به رامخې ته كېدونكو موقعو څخه ګټې پورته كړو او په سائنس او ټېكنالوجي كښې به دوه اړخيزه مرسته لا زياتولو له په ګډه كار وكړو