اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دې هېواد كښې ګړندي پرمختګ او سوكالۍ لپاره سياسي استحكام او د پاليسو تسلسل وړومبې شرط دے٬ حكومت اقتدار ترلاسه كولو سره ترجيحات بيا د سره ټاكلې دي او هېواد كښې د معاشي استحكام لپاره ئي ګامونه پورته كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان سوسائيټي ??ف ډوېلپمنټ اكنامك 33مې كلنې غونډه او كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل نن په ??ړۍ كښې ھغه قامونه پرمختګ كوي څوك چې په علم او ټېكنالوجۍ كښې وړاندېوالې لري ٬ د 70 كالو راهسې پاكستان سياسي اړي ګړي سره مخ دے٬ د توان په اړه د كاميابۍ نه پس صنعتې پرمختګ روان دے٬ د پالیسیو تسلسل سره هند او د بنګله دېش معيشت مونږ نه ښه دے۔ احسن اقبال ووئيل د حکومت د اقداماتو په ??تيجه كښې امن او معاشي وضعه ښه شوې ده ٬ په ??خت ټاكنو لپاره سياسي ګوندونه بايد كردار ولوبوي٬ د آئین له مخې لنډ مهاله حكومت به قبولوو ٬ معيشت ته هېڅ خطر نشته۔ وفاقي وزير ووئيل هېواد كښې ګړندي پرمختګ او سوكالۍ لپاره سياسي استحكام او د پاليسو تسلسل وړومبنې شرط دے٬ ده ووئېل چین ، سوئيلي کوریا، ماليزيا ، سنګاپور او تھائي لېنډ د پرمختګ حواله وركولو سره ده ووئيل دا هر څه د پاليسو د تسلسل او د ساسي استحكام په سوب ممكن شوے۔ ده ووئيل د س??اس?? عدم استحکام له امله پاکستان په ??عاشي، سماجي، سائنسي او د ټېكنالوجۍ په ??اړه مېدانونو كښې د پرمختګ په ??اره سم نه شو۔ ده ووئېل حكومت اقتدار ترلاسه كولو سره ترجيحات بيا د سره ټاكلېي دي او هېواد كښې د معاشي استحكام لپاره ئي ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل هر هېواد د سرمايه كارۍ ودې لپا??ه ښه ماحول جوړولي٬ د حكومت د هلو ځلو له امله نن هېواد كښې لوډشېډنګ نه كېږي٬ د 2025 وژن په شكل كښې د پاكستان پرمختګ لپاره په روډ مېپ كار پېل شوې٬ احسن اقبال ووئېل د اتومي ت??ان د دوه زره مېګاٶاټ برېښنا سټېشن جوړولو كار پېل كړې شوې كوم چې به په درېو كالو كښې بشپړ شي