اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دې پاکستان ملائشیا او سويډن سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او دواړه نزدې او ملګرو هېوادونو سره تجارتي ٬ اولسي او كلتوري اړيكي لا زياتول غو??ړي?? اولس مشر دا خبرې ملائشياء لپاره نومولي شوي هائي كمشنر نفيس زكريا او سويډن لپاره نومولي سفير احمد حسین دایو سره د نهې په ورځ ايوان صدر كښ?? وكړې۔ اولس مشر د ملائشياء نومولي شوي هائي كمشنر نفيس زكريا ته ووئيل ملائشياء د پاکستان نزدې ورور هېواد او د آسيان مهم غړے دے چې ورسره د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښ?? اړيكې لا زياتولو ته اړتيا ده۔ اولس مشر هائي كمشنر ته امر وكړو چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي توازن ښه كولو ته پام ??رنه وكړئ او د مهيانو ٬ غوښې او د ډېري مصنوعاتو برآمد زياتولو او په دې اړه د پاكستان او ملائشياء سركاري او د ش??صي سرمايه كارو سره شريكو منصوبو پېل كولو ته پام ??رنه وكړي۔ د سويډن لپاره سفير احمد حسین دایو سره په خبرو كښ?? اولس مشر ووئيل پاكستان په بېلا بېلو څانګو او په خاص توګه د ټېكنالوجۍ په مېدان كښ?? د سويډن نه ډېر څه زده كولې شي۔ سويډن سره هم د تجارت توازن ښه كولو لپاره سپارښتنه كولو سره اولس مشر ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه په اولسي كچه رابطو ته دې وده وركړې شي۔(م ع/ض ض/ګ ل1940)