اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي)په سېنېټ كښې د بېلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو وئېلي دي چې امريكې ته يوازې خپلې ګټې عزيز دي٬ بايد مونږ د خپلو ګټو تحفظ وكړو٬د امريكې ايجنډا امن نه ٬ جنګ دې٬ امريكا پاكستان د مستحكم هېواد په حېث ليدلې نه شي٬ د هېواد دفاع او وقار تحفظ له ټول قام يو م??ټې دې۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د امريكائي اولس مشر د پاكستان او افغانستان په اړه د نوې تګلارې معاملې په اړه په بحث كښې برخه اخستلو سره سناتور حافظ حمد الله ووئيل د امريكې ايجنډا امن نه جنګ دې٬ د افغانستان پشمول په هر ځاې كښې جنګ څخ?? د ??مريكې ګټه شوې٬مونږ پخپل?? د ??مريكې او هند مرسته كړې٬هوائي مېدانونه هغوي ته وركړې شوي۔د ريمنډ ډيوس پشان كسانو له وېزې وركړې شوي٬ مشرف عافيه صديقي هم امريكې ته سپارلې۔ سناتور عوث نيازي ووئيل هند چې په كشمير كښې كومه ترهه ګري كوي هغه امريكې ته په نظر نه راځ?? بايد مونږ خپلې ګټې تر نظر ساتلو سره كار وكړو۔سناتور مير كبير ووئيل د غلطو پالېسو په وجه نن په هېواد كښې ګڼ كډوال دي٬په 70 كلونو كښې مونږ فاټا د پاكستان برخه جوړه نه كړه۔سناتور سليم ضياﺀ ووئيل امريكا هند خوشحالولو له ځينې اقدامات كوي۔امريكا دې د خپل پوځ په وېتنام او كمبوډيا كښې خپل حشر ياد ولري۔سناتور جاوېد عباسي ووئيل امريكې چې څومره هم ډالرې راكړي د هغې څخه زيات په دې جنګ كښې زمونږ زيان شوې۔سناتور محسن لغاري ووئيل دامريكې كوم مستقل دوست يا دښمن نشته٬هغ?? د ??پلو ګټو ترمخه پرېكړې كوي٬مونږ له ب?? د ??پلو ګټو پريكړې كول وي٬سناتور سراج الحق ووئيل د سياست څخه ځانله بايد د امريكې اولس مشر له ځواب وركړې شي٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې تر ټولو زيات زيان د پاكستان شوې٬د هېواد دفاع له مونږ ټول يو م??ټې يو۔سناتورې نسيمه احسان او عثمان سېف الله هم په دې معامل?? د ??يالاتو څرګندونه وكړه۔سناتور مرتضٰی وهاب ووئيل د امريكې اولس مشر له بايد ځواب وركړې شي