بيجنګ 25 دسمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه م??مود قريشي وئيلي دي چې چين په افغانستان كښې امن لپاره زمونږ هڅې ستائيلې دي٬ افغان اولس مشر اشرف غني د مرستې باور ??اكړے٬ د پاكستان او اېران په نظر كښې چې اوس څومره يووالې دے٬ وړاندې كله هم نه و٬ د چين خارجه وزير سره مې د سي پېك په پرمختګ تفصيلي خبرې شوې دي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ په بيجنګ كښې مېډيا سره د خبرې ??ولو په مهال وكړې۔ خارجه وزير ووئيل چې زمونږ د څلور ملكي دورې بنيادي مقصد د منطقې مهمو هېوادونو سره شريك روابط زياتول دي۔ ده ووئيل چې د كابل او تهران دوره مې كړې٬ بيا بيجنګ ته راغلم او اوس ب?? انشاء الله م??سكو ته ځم۔ ده ووئيل چې د چين خارجه وزير سره ئې ښه ملاقات كړے په كوم چې مونږ د افغانستان په صورتحال٬ په دې وروستيو كښې ه ابوظهبي كښې په شويو مذاكراتو او د اتمې شريكې مشاورتي كمېټې د غونډې په اړه خبرې ??ړې دي۔ ده ووئيل چې په دوه اړخيزه اړيكو٬ په پي آر اېف فورم او په اپرېل كښې كېدونكو د خارجه وزيرانو په كچه په ستراتېژيكي مذاكراتو هم خبرې شوې دي۔ ده ووئيل چې په چين كښې د پاكستان د برآمداتو په شرح كښې په اضافه او د بېلنس آف سپورټ په اړه هم خبرې ??شوې۔ ده ووئيل چې خارجه وزير جواد ظريف سره هم ډېر ګټوره ملاقات شوے۔ ده ووئيل چې د اسلامي انقلاب نه پس دا دوهمه موقع ده چې د پاكستان او اېران اړيكې ډېرې د بهترې ??ه پلو روانې دي۔ ده ووئيل چې د چين خارجه وزير سره د سي پېك په پرمختګ خبرې شوې دي او ټول قياسونه له مېنځه تللي دي۔ ده ووئيل چې اوس روسيې ته روان يم ځكه چې روسيه هم د منطقې ډېر مهم هېواد دے٬ هغه د افغانستان تجربه هم لري او د دې سټېكس هم دے٬ دوي سره به هم لا خبرې ??ېږي۔