اسلام آباد ۔ 3 دسمبر (اے پی پی) ?? قامې روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني وئيلي دي ټولو خلقو ته د روغتيا آسانۍ وركولو ته حكومت تر ټولو اول پام لرنه كوي۔ صحت كارډ څخ?? به دوه نيمه كروړه كسان مستفيد شي۔ د غم ځپلي انسانيت خذمت زمونږ مذهبي او اخلاقي فرض دے۔ دا خبره ده د پولي كلينك روغتون ناڅاپي دورې په مهال وكړه۔ په دې مهال ده رنځورانو ته د وركړې كېدونكو اس??نيو جاج واخست۔ ده هدايت وكړو چې په آئي سي يو ٬ لېبر روم او نوې زېږېدلې كوچنيانو ته وركړې كېدونكې اس??نۍ دې غوره كړې شي۔ په دې لړ كښې به هېڅ غفلت ونه زغملې شي۔ ده ووئيل رنځورانو ته غوره اس??نيو وركولو له په بېړني بنيادونو كار كوو۔ ده ووئيل روغتونونو كښې د صفائۍ نظام ښه كولو له ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئ??ل زمونږ د حكومت د فعاله پالېسيو مېوې اولس ته رسېدل پېل شوي دي۔