اسلام آباد ۔ 01 اګست (اے پی پی) پاكستان كښې د روسي?? سفير الېكسي ديدوف وئيلي دي روسيه د ترهګرۍ مخنيوي او ستراتيجيكي چارو په اړه پاكستان سره نزدې رابطې لر??۔ د شورؤ په ورځ اسلام آباد پالېسي ريسرچ انسټي ټيوټ كښې د خيالاتو څرګندونې په مهال د روسي?? سفير ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه عسكري مرسته د چورلكو وركولو سره سره تر بحري او بري پوځي مشقونو پراخا شوې۔ ده ووئيل د روسيه او پاكستان ترمينځه تجارت ٬ معيشت ٬ سائنټفك او ټكنيكل مرستې سره اړوند بېن الحكومتي كمېشن كاروباري اړيكو له هڅې كوي۔ سفير ووئيل روسيه په دې باور لري چې بېن الحكومتي كمېشن او نور دوه اړخيزه مېكنزم كښې په ګډه كار كولو سره به دوه اړخيزه منصوبې عملي كولو كښې تندي رامخې ته ش??۔ د روسي?? سفير دوه اړخيزه تجارت كښی په زياتوالي د اطمينان څرګندونه كړې۔ تېر كال او د سږ كال اولنو شپږو مياشتو په مهال 82 فيصده اضافه د تجارت ريكارډ كړې شوې۔ ده ووئيل د پاكستان او روسيه ترمينځھ د سائنس او ټېكنالوجي ٬ بنكنګ او اېل اېن جي ګاز پائپ لائن په شمول يو شمېر اېم او يوز لاس ليك ??وي ۔ د افغانستان په اړه د روسي?? سفير ووئيل په دې لړ كښې د پاكستان روسيه او چين كردار ډېر مهم دے۔ درې واړه هېوادونه د افغان شخړې په سوليز ډول حل كولو له لوظي د??۔ ده د پاك چين ملګرتيا هم ستائنه وكړه۔ د روسي?? سفير ووئيل روس د نيو كليئر سپلائیرز ګروپ غړيتوب لپاره په پاكستان كله هم اعتراض نه دې كړې او سباؤن كښې به ئې په زړه پوري ملاتړ كو??۔ د كشمير په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل وضعه ډېره پېچېلې ده او د كشمير په اړه د روسيه دريځ دا دے چې دواړه هېوادونه دې په ګډه د دې مسئلې حل ولټو??۔ ده ووئيل د روسيه بنيادي مقصد د سپر طاقت جوړېدو په ځائې په نړۍ كښې جیو۔پولیټیکل استحکام په ځائې كول دي۔