چارسدہ 06 جولائي(اے پي پي) د عوامي نېشنل ګوند مركزي صدر اسفندیار ولي خان وئيلي دي د نواز شريف په ضد د اوسنۍ پرېكړې وخت ښه نه دے٬ ښه به ٶ چې يو څو ورځې ايسار كړې شوې ؤ ٬ د ټاكنو نه وړاندې د دې پرېكړې سره به ?? يو خاص سياسي ګوند سپورټ كولو تاثر پېدا شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده خپله حلقه ??ښې اولسي غونډې ته خپلې وېنا ??ښې وكره۔ د?? ووئيل نن وضعه د وړاندې نه زياته سخته او هېواد په نازك موړ ولاړ دے او د الېكشن متنازعه كولو هڅه روانه ده۔ د?? ووئيل د لنډمهاله صوبائي حكومت په وړاندې د ټاكنو په كمپائن ??ښې سركاري وسائل كارولې كېږي او په بېلا بېلو حلقو ??ښې پرمختيائي كارونه هم روان دي٬ بايد د ټاكن?? كمېسون نوټس واخلي۔ اسفندیار ولي خان ووئيل عمران خان خپلو جلسو ??ښې د اولس د خېر ښګرې په ځائ په مخالفينو ټكونه كوي۔ د?? ووئيل د هېواد دريو صوبو په كال 1986 ??ښې د كالا باغ بند په ضد قراردادونه پاس كړې او دې لپاره د واپډا نه دې پوښتنه وكړې شي چې ھغوي نوې بند ولې نه دې جوړ كړې؟ د?? ووئيل د اے اېن پي په كاركنانو ??ښې د جوش او جذبې كمې نشته او د جولائي په 25مه نيټه به ?? كاركنانو خواري ځې ونيسي ۔ د?? ووئيل عوامي نېشنل ګوند به په اقتدار ??ښې راتللو سره ټولې قامي مسئلې هواروي او د صوبې خوشحالۍ او پرمختګ ته به پام لرنه كوي