ګوادر 29 جنوری (اے پي پي) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی د ګوادر فری زون د وړومبي فیز پرانسته وكړه كومه چې د پاك چین اقتصادی راهدارۍ مهمه پروژه ده۔ وزیراعظم د فری زون پرانسته د يوې خاص دستورې په مهال وكړه كومه چې د ګل په ورځ ګوادر پ??رټ سټی كښې وشوه۔ دستوره كښې د چین حکومت او سيمه ايزو رياستونو نمائندګانو هم ګډون وكړو۔ په دستوره كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، میر حاصل بزنجو، مریم اورنګزیب، د بلوچستان وزیر اعلیٰ، د آزاد ??شم??ر اولس مشر ، د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن ، د چائنه اوورسیز پ??رټ هولډنګ کمپنۍ چیئرمین ، د ګوادر پ??رټ اتھارټۍ چيئرمېن ، پاکستان كښې د چین سفیر، د پاکستان او چین 93 لويو کمپنیو نمائندګانو او سرمایه کارو ګډون وكړو۔ وزیراعظم د جوائنټ چیفس آف سټاف کمېټۍ چیئرمېن ، د آزاد ??شم??ر اولس مشر او نورو سره په شريكه بټن وهلو سره د يو لوئې بینر ??خ كتنه وكړه كومه چې د اقتصادی فری زون په مرکزی دروازه لګولې ??وې وه۔ په دې موقع د پاکستان او چین وګړې هم موجود ؤ كومو چې د دې تاریخی ایونټ مشاهدہ وكړه۔ وزیراعظم د ګوادر ایکسپو 2018ء او دوه ورځني کنفرنس او نندارتون پرانسته هم وكړه۔ وزیراعظم د فری زون بيلو برخو ، بزنس سېنټر او ایګزیبېشن هال دورہ وكړه چرته چې د بيلا بيلو کمپنیو 100 څخه زيات سټالونه لګولې ??وې ؤ۔ په 60 ایکړه مشتمل فری زون د چائنه اوورسیز پ??رټ ولډنګ کمپنی چلوي۔ بزنس سینټر كښې به امیګرېشن، کسټمز، ویزا آپریشن او پ??رټ کلیئرنس اسانۍ د ون ونډو آپریشن د لارې وركولې شي۔ فری زون كښې به بانډډ لاجسټکس لپاره د ټیکس څخه استثنیٰ پالیسی خپلولې شي۔