اسلام آباد 10 جنوری (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي د تعليم پرمختګ او پراختيا اصل او كوټ??ې سرمايه كاري ده٬آغا خان فاؤنډېشن او پوهنتون د تعليمې څان??ې پرمختګ لپاره د قدر وړ كردارتر سره كړې۔اولس مشر دا خبرې د آغا خا?? پوهنتون كراچۍ پلاوي سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د شورو په ورځ ايوان صدر كښې د پوهنتون صدر فيروز رسول په مشرۍ كښې ده سره ملاقات كولو۔پ?? دې موقع اولس مشر ته د آغا خا?? پوهنتون په اړه بريفنګ هم وركړې شو۔اولس مشر ووئيل آغا خا?? پوهنتون د تعليم په بېلا بېلو څانګو كښې د قدر وړ كردار ترسره كوي او په نتيجه كښې به يې د راتلونكو څو كلونو په مهال د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښې د پوهانو لويه شمېره تياره شي كومه به چې د قامي پرمختګ رفتار ګړندې كولو له ذريعه وګرځي او ورسره به د اولس د ژوند معيار هم لوړ شي۔پ?? دې موقع د آغا خا?? پوهنتون نائب صدر الكريم حاجي او اسماعيلي نېشنل كونسل پاكستان صدر حافظ شېرعلي سره د ايوان صدر اعلٰی چارواكي هم موجود وو